د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وايي، له ایران نه په جبري توګه اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکې، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په نیمروز ولایت کې د یوه لنډ مهالي میشتغالي د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه میشتغالی د ورېښمو پله په ستراتیژیکه سیمه کې جوړېږي او موخه یې هم له ګاونډیو هېوادونو جبري راستنېدونکو کډوالو ته د یوه لنډمهالي او خوندي ځای برابرول دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه میشتغالي کې د کډوالو لپاره ټولې بېړنۍ او لومړنۍ اړتیاوې په پام کې نیول شوې، چې تشنابونه، حمامونه، د څښاک د اوبو سیستم، برېښنايي تاسیسات، روغتیايي کلینیک، جومات او نور ورته خدمات پکې شامل دي.
خو په خبرپاڼه کې په دې اړه چې، پر دغه میشتغالي څومره لګښت راځي او د کوم بنسټ له لوري ورکول کېږي او همداراز په څومره موده کې به یې چارې بشپړې شي، څه نه دي ویل شوي.