بې پولې ډاکټران: د بست روغتون په بېړنۍ څانګه کې د ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی

۶ ساعتونه مخکې

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، ‍چې افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر د زیاتېدو له امله روغتونونه له سخت فشار سره مخ دي. دغه سازمان ویلي چې د هلمند ولایت بست روغتون په بېړنۍ ځانګه کې د ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د هلمند په بست روغتون کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ناروغانو شمېر ډېر شوی دی. دوی په خبره د یاد روغتون په بېړنۍ څانګه کې د ناروغانو شمېر د ۲۰۲۰ کال راهیسې دوه برابره شوی دی.

د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال په اپریل میاشت کې ۱۳ زره او ۷۳۸ ناروغ ماشومان د بست روغتون بېړنۍ څانګې ته د درملنې په موخه وروړل شوي او دا شمېر د ۲۰۲۰ کال راهېسي تر ټول لوړ بلل شوی دی.

په بست روغتون کې د ماشومانو د بېړنۍ څانګې متخصص ډاکټر احمد ویلي:«زه ۱۷ ناروغان لرم چې باید بستر شي، خو ځای نه لرم. هره ورځ ناروغان زیاتیږي، دا زموږ لپاره سخت وخت دی.»

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې د ناروغانو د زیاتېدو دا فشار یوازې تر هلمنده نه دی محدود بلکې په مزارشریف او هرات ولایتونو کې هم سیمه ییز روغتونونه د خوارځواکۍ، نفس‌تنګۍ او سپیسیس ناروغانو د زیاتوالي له امله له سخت فشار سره مخ دي.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو طبي همغږي کوونکې جولي پاکیرو وايي:« کورنۍ له درملنې پاتې دي. روغتیاي مرکزونه د کافي پرسونل، درملو او تشخیص وسایلو له کمښت سره مخ دي.»

پر همدغه مهال د جون په لومړیو ورځو کې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی و، چې افغانستان کې شاوخوا ۴۲۲ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیتونه بند کړې یا يي محدود کړې دي، چې له دې امله روغتیايي خدماتو ته د ۳ مېلیونو کسانو لاسرسی له خطر مخ کړی.

جولي پاکیرو خبردار ورکوي:«د روغتیايي مرکزونو بندېدو سره به ښځې او ماشومان له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې شي. دا به نور هم ماشومان د خطرناکو نارغیو سره له درملنې بې برخې کړي.»

بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې د افغانستان په روغتونو کې دا ستونزې د امریکا د پراختیايي مرستو له بندېدو وړاندې هم وې، خو د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د یوسېډ(USAID) لپاره د افغانستان یو میلیارد ډالرو مرستې لغوې کېدو له امله په روغتايي مرکزونو کې ستونزې نورې هم زیاتي شوي.

نور خبرونه

رادیو