ملابرادر: قزاقستان د افغانستان لپاره مهم او د باور وړ شریک دی

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د قزاقستان له لومړي وزیر سره د لېدنې پرمهال دغه هېواد د افغانستان لپاره مهم او د باور وړ سیمه ییز شریک بللی او وايي، چې دغه هېواد به ډېر ژر د تورغونډۍ ـ هرات اوسپنې پتلۍ پروژه کې د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونه وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د قزاقستان د لومړي وزیر اولزاس بیکټینوف سره په دغه لېدنه کې د دواړو هېودونو پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې د ملابرادر له قوله لیکل شوي:«افغانستان د قزاقستان لپاره د منځني ختیځ او سویلي اسیا ته د ټرانزیټ مهمه لاره ده او همداراز قزاقستان کولی شي، چې افغانستان له اروپا سره ونښلوي. قزاقستان دې د پانګونې، سوداګرۍ، ریل پټلۍ او په ټرانزیټي چارو کې له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي.»

په خبرپاڼه کې د قزاقستان د لومړي وزیر اولزاس بییکټینوف له قوله لیکل شوي، چې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا په موخه به نږدې ورځو کې د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړي او د تور غونډۍ ـ هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې به د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو پانګونې عملي چارې پیل کړي.

د قزاقستان لومړي وزیر د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او له افغانستان څخه صادراتو ته د اړینو اسانتیاو په رامنځته کولو ټینګار کړی.

طالبانو قزاقستان د هغو لسو هېوادونو له ډلې بللی، چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان سره د نورو هېوادونو په پرتله ډیرې سوداګریزې اړیکې لري.

نور خبرونه

رادیو