افغانستان له داسې وضعیت سره مخ دی چې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې او نړۍوالو لپاره هم د اندېښنې وړ دی. له نړېوالو اصولو، د بشر د حقونو له ارزښتونو او له مشروع سیاسي جوړښتونو پرته، یو ناقانونه او انحصاري واکمن رژیم په هېواد حاکم دی.

دا وضعیت نه د افغانانو، نه د ګاونډیانو او نه هم د نړۍوالې ټولنې په ګټه دی.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان استازولي له اعتبار پرته پاتې ده. ډېری سفارتونه غیر فعال شوي او هغه چې فعاله دي، د سفیرانو له مېلمستونونو سره ورته دي؛ داسې فضا حاکمه ده چې د افغانستان د ملي ګټو پر ځای، د یوې خاصې ډلې سیاسي، قومي یا ژبني ګټو ته کار کېږي. ځینې دا ډول نمایندګۍ د تفرقې، تعصب او سیاسي انحصار اور ته نور هم لمن وهي.

له اقتصادي پلوه، د افغانستان بانکي نظام فلج شوی، د بهرنیو اسعارو ذخیره کنګل ده، تجاران له وارداتو سره تړلو سترو خنډونو سره مخ دي. طالبان د پخواني جمهوریت د مالي قوانینو له مخې، مالیه، عشر او زکات ټولوي؛ خو نه شفافیت شته او نه د دغو عوایدو په بدل کې اساسي خدمات وړاندې کېږي. د فقر کچه ورځ تر بلې لوړېږي، تعلیمي نظام هم له نظره لوېدلی؛ نه یوازې د نجونو، بلکې د هلکانو لپاره هم د کیفیت او کمیت له پلوه د تنزل په حال کې دی. د عصري تعلیم پر ځای د جهادي مدرسو پراخوالی دوام لري.

سیاسي صحنه هم ګډوډه ده. اکثره افغان سیاسي ډلې یا استخباراتي تمویل لري، یا د بهرنيو اجنډاو برخه دي. نه دوی د مشروع حاکمیت د راوستو ظرفیت لري او نه د جګړې له لارې بدیل جوړول شوني دي. له بده مرغه، اوسنی حالت د فقر، افراطیت، نیابتي جګړو او نهایتاً د نویو جنجالونو د پیل لپاره حاصلخیز چاپېریال برابر کړی دی.

د سیمې او نړۍ د رقابتونو نوې معادله

په تېرو کلونو کې نړۍوال سیاستونو بدلون موندلی دی. پخواني دوستان اوسني دښمنان شوي او پخواني مخالفینو یو بل ته لاس ورکړی. نړۍ د یو قطبي حاکمیت له سیستم نه، د څو قطبي نظم پر لور روانه ده. په داسې حالت کې د افغانستان په قضیه کې هر ډول بهرنۍ مداخله‌ یا رسمیت‌ پېژندنه، د حل لاره نه ده، بلکې د سیاسي رقابتونو بله کړکۍ ده.

روسیه چې تازه یې طالبان د افغانستان د رسمي واکمنانو په توګه پېژندلي، دا کار یې د افغانانو د خیر لپاره نه دی کړی، بلکې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره یې یاد اقدام کړی دی. نه یوازې روسیه، بلکې نور هېوادونه هم چې له طالبانو سره تعامل لري، هغوی د افغانستان د ګټو پر ځای، خپل اهداف تعقیبوي.

تعامل – د ګټې یا زیان سبب؟

اصولي تعامل هغه دی چې د افغان ولس د ستونزو د حل، د نظام د مشروعیت او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره وي. خو هغه تعاملات چې د استخباراتي ملګرتیا، اقتصادي فشار یا سیاسي نفوذ لپاره وي، نه یوازې چې د افغانستان حالت به لا پسې خراب کړي، بلکې سیمې ته به هم ناورینونه وزېږوي.

د افغانستان د اوسني حالت حل یواځې هغه مهال شونی دی چې دلته مشروع، قانون‌مند او د خلکو له ارادې سرچینه اخیستی نظام رامنځته شي. داسې یو نظام چې ټول افغانان، که د هر قوم، ژبې یا سیمې وي، د کار، ژوند او سیاست حق ولري. دلته خبره د "سهامي حکومت" نه، بلکې د داسې سیسټم ده چې چاته سهم نه ورکوي، بلکې چاته حق ورکوي.

افغانان، جوړونه او د منځګړیتوب اړتیا

حقیقت دا دی چې افغانان د خپلمنځي حل، باور، ارادې او مدیریت لازم ظرفیت نه لري. له همدې امله، د یوه ملي، مشارکتي حل لپاره، د سیمې او نړۍ د نقش لرونکو هېوادونو مثبت رول ضروري دی؛ خو دا رول باید د رقابتونو له‌ مخې نه، بلکې د همکارۍ له دریځه ترسره شي.

که افغانستان د رقابتونو ډګر پاتې شي، نو دا به نه یوازې افغانانو، بلکې ټوله سیمې او نړۍ ته خطر وي؛ خو که یو مشروع، شفاف او جامع حکومت رامنځته شي، نو افغانستان به د هیڅ چا لپاره خطر نه وي.

د رسمیت پېژندنې اوږد مزل

طالبان لا تر اوسه د نړۍوالې ټولنې له‌ خوا په رسمي توګه نه دي منل شوي. هغوی لا هم د ملګرو ملتونو له تور لست څخه نه دي ایستل شوي او نه هم د افغانستان چوکۍ ورته تسلیم شوې ده. د SWIFT بانک‌دارۍ سیسټم یا د کنګل شویو پیسو خلاصون هم لا ناحل پاتې دی.

ممکنه ده چې نور هېوادونه هم طالبان په رسمي یا غیر رسمي ډول ومني، یا له هغوی سره اړیکې ولري؛ خو تر هغو چې دا تعاملات د افغانانو ستونزې حل نه کړي؛ د ثبات، عدالت او پراخ ګډون لپاره زمینه نه برابرېږي، د رسمیت‌ پېژندنې هېڅ ډول بهیر د افغانانو لپاره ارزښت نه لري.

پایله

هره هغه پرېکړه چې د افغانستان د ثبات، مشروعیت او د خلکو د ښېرازۍ لپاره نه وي، هغه د افغانانو له نظره بې ارزښته ده. د طالبانو رسمیت پېژندنه، که د روسیې له‌ خوا وي او که د بل هر هېواد له‌ خوا، هغه مهال ارزښت پیدا کولی شي چې دا ګام د مشروع نظم، د بشر د حقونو، د ښځو د تعلیم، د ولسواک سیاست او اقتصادي ودې لپاره واخېستل شي.

نور خبرونه

رادیو