شوکت میرضیایف: له افغانستان څخه هر اړخیز ملاتړ کوو

۹ ساعتونه مخکې

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د مشرانو په غونډه کې وویل چې هېواد یې له افغانستان څخه هر اړخیز ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه: «خوښ یوو چې له اوږدې وقفې وروسته د افغانستان د موقتي حکومت یو پلاوی په دې غونډه کې ګډون کوي.»

یاده سرمشریزه د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۳مه د اذربایجان په خان‌کندي ښار کې ترسره شوه.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادرپه دې غونډه کې د یوه پلاوي مشري کوله. دا لومړی ځل دی چې طالبانو ته له څلور کلنې وقفې وروسته د ایکو د مشرانو غونډې ته بلنه ورکړل شوې ده.

میرضیایف وویل: «افغانستان زموږ ګاونډی او د ایکو د سیمې نه‌بیلېدونکې برخه ده. موږ دا هېواد د پراخو اقتصادي همکاریو او ترانزیټي اړیکو مهم ګډونوال بولو او له هغه څخه پوره ملاتړ کوو.»

د ازبکستان ولسمشر په خپله وینا کې د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه څه ونه ویل.

بل‌خوا، ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان په غوڼده کې ویلي، چې د دغه سازمان راتلونکې غونډې د کوربتوب لپاره بشپړ چمتوالی لري او غوښتنه یې کړې، چې د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۸مه غونډې دې په کابل کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو