په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو اعتراض: د P1 او P2 پروګرامونو برخلیک دې روښانه شي

۸ ساعتونه مخکې

یو شمېر هغه افغان کډوال چې په تېرو کلونو کې یې امریکايي ادارو او پروژو سره کار کړی وايي، د امریکا له خوا د کډوالو منلو پروګرام بندېدو له امله یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی. دوی له امریکا او اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د منل شویو دوسیو بهیر دې بېرته پیل کړي.

په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د کډوالۍ قانوني بهیر پیل د ټرمپ د لوړې مراسمو وروسته درول شوی نن (جمعه د چنګاښ ۱۳مه) په راولوپنډۍ کې د یوې پراخې اعتراضي غونډې پرمهال د امریکا له حکومت څخه یې غوښتي، چې د کډوالو د ملنو پروګرام دې بېرته پیل کړي.

یاد کډوال وايي، د امریکا د کډوالۍ ادارې په لارښوونه درېیم هېواد ته تللي، او د ډېرو کسانو برخلیک په سفارت کې د مرکو، طبي معایناتو او امنیتي ارزونو وروسته لا هم ناڅرګند دی.

په پاکستان کې مېشت د امریکا کېس لرونکي وايي:« تردې دمه څلور کسانو د رواني فشارونو له امله ځان وژنه کړې یا د زړه او دماغ سکتې پرې راغلي دي. زموږ ماشومان له زده کړو لرې پاتې دې، ارام ژوند نه لري. موږ له پاکستانه په زور شړل کېدو او نیول کېدو له جدي ګواښ سره مخ یوو.»

یاد افغان کډوال د امریکا له حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ څخه غوښتنه کوي، چې امریکا دې د کډوالو د منلو (USRAP) پروګرام بېرته فعاله او د امریکا په سفارت کې دې د ویزې ترلاسه کولو چاري تنظیم کړل شي.

دوی زیاتوي: «د P2 دوسیو عملي بهیر دي ژر پیل شي او زموږ انتقال او مرکې دې له ځنډ پرته ترسره شي. موږ د ځان او خپلو کورنیو لپاره ژر او پراخ رواني درملني، تعلیمي او حقوقي ملاتړ ترڅنګ د نورو زیانونو څخه د ژغورلو غوښتنه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د متحده ایالاتونو زرګونه افغان همکاران د نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو