د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان په غوڼده کې ویلي، چې د دغه سازمان راتلونکې غونډې د کوربتوب لپاره بشپړ چمتوالی لري او غوښتنه یې کړې، چې د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۸مه غونډې دې په کابل کې ترسره شي.
ملا عبدالغني برادر د ایکو سازمان په ۱۷مه غونډه کې د وینا پرمهال یاده سرمشریزه د سیمه ییزې همکارۍ، متقابل تفاهم او پرمختګ لپاره مهمه تاریخي شېبه بللي ده.
نوموړي د خپلې وینا پرمهال د دغه سازمان له ګډوالو غوښتنه کړې ده، چې د ایکو سازمان راتلونکي اتلسمه سرمشریزه ناسته دې په کابل کې ترسره شي.
ملا برادر ویلي:«موږ د دې سترې او ارزښتناکې ناستې د کوربتوب لپاره بشپړ چمتووالی لرو او د ټولو کډوالو تود هرکلی کوو.»
پر همدغه مهال ملا بردار د مسکو له لوري د طالبانو د رسمیت پیژندنې هرکلی وکړ او د ایکو سازمان له غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې د د دې ډلې رسمیت پېژندنې کې دې د روسیې په څېر ګامونه واخلي.
نوموړي ویلي:«افغانستان اوس د اسلامي اصولو پر بنسټ د پرمختګ، همکارۍ او سیمه ییز اتصال په برخه کې فرصتونه ایجاد کړي دي. موږ هڅه کوو، چې د اقتصادي همکاریو سازمان له هېوادونو سره د ګډو اقتصادي فرهنګي او ستراتیژیکو پروژو له لارې دا فرصتونه عملي کړو.»
ملابرادر د ایکو سازمان غونډه کې ویلي، چې د سوداګریز اتصال په برخه کې د ټاپي، د شمال ـ سویل دهلیز او د لارجورد لار پروژو له لارې به افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د نښولو یو مهمه حلقه جوړه کړي او د سیمه ییز اقتصاد د یووالي لپاره به نوی فصل پرانیزي.
نوموړي ویلي:«د اقتصادي همکاریو سازمان هېوادونه اوس کولی شي او غوښتنه ترې لرو چې له یو باثباته، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره پرمختګ او همغږۍ فضا جوړېدو تر څنګ د سوداګرۍ، پانوګونې، انرژۍ، ترانسپورت، کرنې، چاپیریال ساتني او اقلیمي بدلونو په برخو کې له نږدې کار وکړي.»
ملا بردار د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې ډلې سره سیاسي او اقتصادي تعامل زیات کړي او د رغنده اړیکو د ټینګښت لپاره دې له خنډونو تېر شي.