ایران په یوه میاشت کې لس افغان بندیان اعدام کړي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې ایران په جون میاشت کې لږ تر لږه ۹۹ بندیان اعدام کړي، چې له دې دلې یې ۱۰ افغانان دي. دغه سازمان وايي، ایران د تېر کال همدې مودې په پرتله ۹ برابره اعدامونه زیات کړي دي.

هه‌نګاو سازمان د جمعې په ورځ (دچنګاښ ۱۳مه» خپاره کړې راپور کې ویلي، چې د ایران قضايي سیستم دغه بندیان د سیاسي، مذهبې، قتل، مخدره توکو، جنسي تیري او وسله والو غلاوو په تور اعدام کړي دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې ایران یوازې د ۱۹ کسانو اعدامونه اعلان کړي دي او لږ تر لږ ۱۷ بندیان په پټه او د هغوی کورنیو ته له خبرتیا ورکولو پرته اعدام شوي دي.

په یادو کسانو کې ۱۶ سیاسي بندیان اسراییل ته د جاسوسۍ په توم ادعدام شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په تېره یوه میاشت کې دوه ښځې د قُم او قزل حصار په زندانونو کې د مذهبي ډلو غړیتوب او قصدي قتل په تور اعدام شوي دي.

دغه سازمان وړاندې ویلي و، چې ایران د ۲۰۲۵ کال په لوړو شپږو میاشتو کې د ۴۰ افغانانو په ګډون ۶۱۷ کسان اعدام کړي دي.

هه‌نګاو د ایران حکومت له خوا د اعدامونو زیاتوالی، له محاکمې پرته نیونې او نورې بشري سرغړونې د جديي اندېښنې وړ بللي دي او له نړیوالو سازمانونو څخه یې د اقدام غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو