د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: د طالبانو نوې تګلاره د بیان ازادي تر پښو لاندې کوي

۶ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، په افغانستان کې د رسنیو لپاره د طالبانو نوی طرزالعمل، په ځانګړې توګه د سیاسي بحث خپرونو پر وړاندې د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا ګړنلاره یې غندلې ده.

نوموړي ویلي، چې دا پالیسي د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو ته درنه ضربه ده. هغه د طالبانو دا اقدام د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره یوه تور ورځ بللې او ویلي یې دي چې دا د سانسور او استبداد د پراخېدو نښه ده.

ریچارډ بېنېټ په خواله رسنۍ ایکس لیکلي: « د طالبانو دا نوې پالیسي، چې د رسنیو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع کوي، خورا اندېښمنوونکې ده. دا په افغانستان کې د بیان آزادۍ د شاته غورځولو یو بل ګام دی، چې د هېواد رسنیزه فضا لا پسې تریخوي.»

د دغه نوي طرزالعمل په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولین وایي، د دغو نویو مقرراتو موخه د «بې‌ پرېتوب ساتنه» او «د اسلامي ارزښتونو مراعات» دی. په دې طرزالعمل کې طالب واکمنو ګواښ کړی، که کومه رسنۍ د دوی د حکومت، ملي یووالي یا ارزښتونو پر ضد څه خپاره کړي؛ سزا به ورکړل شي او ان دا چې د فعالیت جواز به یې لغوه شي، خو د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارې دا پالیسي د بیان آزادۍ ته ګواښ ګڼي.

د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون، د رسنیو د څار نړیوالو بنسټونو سره یوځای، دا پالیسي د خاموش سانسور یوه بڼه بللې. دوی خبرداری ورکړی چې که دغه لړۍ دوام ومومي، نو د هېواد رسنۍ به له فعالیت څخه پاتې شي.

له ۲۰۲۱م کال وروسته، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي، لسګونه ژورنالیستان نیول شوي او ګڼ شمېر نورو یې هېواد پرېښی دی.

نور خبرونه

رادیو