د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف په لارښوونه شاوخوا ۳۵۰ افغان زده کړیالان د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام له لارې پاکستان ته رسېدلي، چې هلته به د بېلابېلو څانګو لپاره لوړې زده کړې ترلاسه کړي. دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلیمي همکاریو د پراخېدو یو مهم ګام بلل شوی دی.
د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسون د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هڅه د پاکستان – افغانستان د ولسونو ترمنځ د عملي همکاريو یو مهم پړاو ګڼل کيږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو محصلینو لپاره یې د پېښور په سیمه ييز دفتر کې د ښه راغلاست مراسیم تر سره کړي.
د دوی د معلوماتو له مخې، چې د دې ترڅنګ به ۲۰۲۵ کال کې ۵۰ محصلین د دوکتورا او ۱۰۰ د ماسټرۍ لپاره هم له دې افغان محصلینو سره یو ځای شي.
پاکستاني چارواکو زياته کړې، چې د علامه محمد اقبال سکالرشیپ پروګرام له لارې ۴۵۰۰ سکالرشیپونه افغان زده کوونکو ته ورکول کېږي.