ملګري ملتونه: افغانستان د بېرته ستنېدونکو لپاره خوندي نه‌ دی

۶ ساعتونه مخکې

ملګرو ملتونو ویلي، چې اوسنی وضعیت افغانستان کې د دې وړ نه‌دی چې جرمني دې تورن افغانان بېرته ستانه کړي. دا څرګندونې د جرمني له هغې هڅې وروسته شوې، چې غواړي له طالبانو سره د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې وکړي.

شمدساني زیاته کړې: « اوسنی وضعیت نامناسب دی، موږ هلته د بشري حقونو د سرغړونو دوام څارو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، بندي کول او اعدامونه.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ، تېره ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې هڅه کوي له طالبانو سره مستقیمې خبرې پېل کړي، تر څو هغه افغانان چې په جرمني کې په جرمونو تورن دي او د ایستلو پرېکړه پرې شوې، بیرته افغانستان ته واستول شي.

هغه د جرمني له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې وویل: « زما نظر دا دی چې موږ باید له طالبانو سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږو، څو شړل (بیرته استول) ممکن شي، موږ لا هم دریمو اړخونو ته اړتیا لرو چې د طالبانو سره خبرې وکړي، خو دا باید تلپاتی حل نه وي.»

د ۲۰۲۱م کال د اګست راهیسې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، جرمني د تورنو افغانانو ایستل بند کړي و، خو د سږ کال په اګست میاشت کې یې بیا دا بهیر له سره پېل کړ، چې دا چاره د ځینو سیمه‌ییزو مهمو شریکانو په مرسته تر سره کېږي، خو اوس جرمني غواړي دا کار په مستقیم ډول د طالبانو سره د همکارۍ له لارې ترسره کړي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عارف جمال، هم ویلي چې دوی لا هم د «نه ستنولو» مشوره عملي ساتلې ده.
جمال زیاته کړې ده: « د افغانستان شرایط لا هم د ستنېدلو لپاره برابر نه دي. موږ له هېوادونو غواړو چې افغان کدوال په زور بېرته ونه استوي.»

د یادونې وړ ده چې کډوالي په روان کال کې د جرمني د فدرالي ټاکنو اصلي بحث و، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د افراطي ښي اړخ ګوندونو ملاتړ زیات شو او د کډوالو له خوا ځینې پېښې رامنځته شوې.

د تېر کال د احصایو له مخې، سوریایان او افغانان په جرمني کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی نفوذ جوړوي، چې ۷۶،۷۶۵ سوریایان او ۳۴،۱۴۹ افغانان د پناه غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو