په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمد الله متقي وایي، چې یوازې د تېرې ورځې په اوږدو کې له ایران څخه تر ۳۸ زره ډیر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
احمد متقي زیاته کړې:« دا کډوال دهرات ولایت اسلام کلا له سرحدي دروازو څخه افغانستان ته داخل شوي چې ډیری یې هغه کسان دي چې یا خو له ایران څخه په زور شړل شوي، یا پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.»
دغه طالب چارواکی زیاتوي، چې په راستانه شویو کډوالو کې یو شمېر کورنۍ، ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي، او د بېرته راستنېدنې پر مهال یې د هغوی لپاره لنډمهاله اسانتیاوې برابرې کړي دي.
ایران د اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ نظامي شخړې وروسته په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر پیاوړی کړی، چې له امله یې هره ورځ زرګونه افغانان له ستونزو سره مخ کېږي او هېواد ته ستنېږي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عارف جمال، هم ویلي چې دوی لا هم د «نه ستنولو» مشوره عملي ساتلې ده.
جمال زیاته کړې ده: « د افغانستان شرایط لا هم د ستنېدلو لپاره برابر نه دي. موږ له هېوادونو غواړو چې افغان کډوال په زور بېرته وانه ستوي.»
په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ،اعلان کړی چې هېواد یې هڅه کوي له طالبانو سره مستقیمې خبرې پېل کړي، تر څو هغه افغانان چې په جرمني کې په جرمونه تورن دي او د ایستلو پرېکړه پرې شوې، بیرته افغانستان ته واستول شي.
هغه د جرمني له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې وویل: « زما نظر دا دی چې موږ باید له طالبانو سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږو، څو شړل (بیرته استول) ممکن شي، موږ لا هم دریمو اړخونو ته اړتیا لرو چې د طالبانو سره خبرې وکړي، خو دا باید تلپاتی حل نه وي.»
د یادونې وړ ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د ایستلو کچه لوړه شوې، چې دا کار د افغانستان د کډوالو وضعیت لا زیات کړکېچن کړی دی.