د طالبانو نوې سپارښتنه: شاعران دې خپل شعرونه د هبت الله له نوي قانون سره سم ولیکي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه نن په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو وغوښتل چې خپل شعرونه د طالبانو د مشر له خوا توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي. نوموړی وايي، دغه قانون د شاعرانو په ګټه دی.

مولوي خیرخواه نن چهارشنبه « د چنګاښ۱۱مه» په کابل کې د مشاعرو د تنظیم په تړاو د طالبانو د مشر د توشیح شوي قانون په اړه جوړ شوي سیمینار ته ویلي چې دغه قانون د شاعرانو په ګټه دی او شاعران باید خپل شعرونه د دغه قانون مطابق ترتیب کړي.

نوموړي په دې غونډه کې وویل چې « شاعران باید د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د هېواد د یووالي او د دښمن د سازشونو شنډولو لپاره د شعر له لارې خپل مسوولیت ادا کړي».

دغه غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د نارنج ګل په مشاعره کې د سختو نیوکو په غبرګون کې د مشاعرو د تنظیم لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړه.

سږ کال د غبرګولي میاشت کې د ننګرهار په نارنج ګل مشاعره کې د شاعرانو له انتقادي شعرونو وروسته د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه شفاهي امر له لارې په ټول افغانستان کې مشاعرې وځنډولې او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس یې له دندې لرې کړ.

په یاده مشاعره کې یو تن شاعر د طالبانو پر مشر په غیر مستقیم ډول سختې نیوکې وکړې چې د طالبانو جدي غبرګون یې راوپاروه.

په کابل کې یوه شاعر چې دوه شعري ټولګې یې چاپ شوې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د نوې غوښتنې په اړه افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې « که رښتیا ووایم زه خو اول په دې نپوهیږم چې دوی په دې نوي قانون کې څه ویلي، له خبرو خو یې داسې ښکاري چې یوازې باید د دوی صفت وکړو».

نوموړې زیاتوي، « نوې غوښتنه هم خندوونکې ده، اوس موږ ته یو انتخاب راپاتی دی، یا به له سره شعر نه لیکو او که یې لیکو نو هرو مرو باید د دوی ستاینه پکې وکړو».

نوموړی وايي، چې د هرې ورځې په تیرېدو په افغانستان کې فرهنګي سانسور مخ پر پراخېدو دی چې دا نه یوازې د افغانستان له فرهنګ سره لویه جفا ده بلکې په ټوله کې د افغانستان فرهنګ، کتلور او هنري ارزښتونو ته جدي زیان رسولی شي.

طالبانو د ښځو پر زده کړو، کار او نورو بندیزونو سربېره، موسیقي، هنري فعالیتونه او د ګڼ شمېر شمېر کتابونو واردول، خرڅلاو، چاب او بیا خپراوی هم بندکړي دي.

نور خبرونه

رادیو