پر افغان کډوالو فشارونه؛ ملګري ملتونه وايي، د ایران تر جنګ وروسته ډېرې بودجې ته اړتیا لري

۳ ورځې مخکې

ملګري ملتونه وايي، چې د تهران او تل‌‌ابیب ترمنځ تر وروستۍ جګړې وروسته ایران ته باید د دغه سازمان د بشري او پراختیایي مرستو بودجه دوه چنده شي. تر دې جګړې وروسته ایران پر افغان کډوالو ځپونکي فشارونه راوستي دي.

په تهران کې د ملګرو ملتونو همغږي‌کوونکي سټیفن پریزنر ویلي، چې دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال بودجه پلانوي او داسې ښکاري چې د مرستې دوه چنده کولو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه: «دا لا وختي ده، چې کره شمېر ووایو؛ خو موږ رېښتیا هم نورو مالي سرچینو ته اړتیا لرو.»

ایران دا مهال د شاوخوا ۳.۵ مېلیونه افغان کډوالو کوربه‌توب کوي؛ خو د دغه هېواد حکومت د بې‌اسناد افغانانو د ډله‌ییز ایستلو بهیر چټک کړی دی. طالبان وايي چې هره ورځ تر زرو ډېر افغانان د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنېږي.

ملګرو ملتونو او د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په وروستیو کلونو کې په ایران کې له کډوالو سره د په ځینو برخو کې مرستې کړې دي. په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې د بشري او پرمختیایي چارو لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه شاوخوا ۷۵ مېلیونه ډالر وه، چې له دې جملې نه ۵۰ مېلیونه ډالر کډوالو ته او ۲۵ مېلیونه ډالر پراختیایي پروګرامونو ته ځانګړي شوي وو.

په ایران کې د ملګرو ملتونو همغږي‌کوونکي هیله‌مندې ښودلې، چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو او بندیزونو څخه جلا وګڼل شي او نړۍواله ټولنه دې خپل ملاتړ پراخ کړي.

د ایراني چارواکو په وینا، د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییل په هوايي بریدونو کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د دې بریدونو په ځواب کې ایران د اسراییل پر څو ښارونو توغندي او ډرونونه ورګوزار کړل چې اسراییلي اړخ د خپلو ۲۰ کسانو وژل‌کېدل منلي دي.

د یادونې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند د جون پر ۲۴مه د امریکا متحده‌ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب رامنځته شو.

ملګرو ملتونو او د ایران حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د پنځه کلنې د همکارۍ پر یوه پروګرام هوکړهکړې وه. په دې پروګرام کې روغتیا، اقتصاد، چاپېریال، د بحران مدیریت او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د جون پر۳۰مه په تهران کې د ملګرو ملتونو دفتر خپل عادي فعالیتونه بیا پیل کړل.

نور خبرونه

رادیو