د وینو قمار؛ د طالبانو له بندیزونو سره، سره بیا هم په کابل کې چرګان جنګول کېږي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۹

سره له دې چې طالبانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د چرګانو پر جنګولو بندیز اعلان کړی؛ خو د کابل لارې او کوڅې لا هم د دې وینه بهوونکې لوبې شاهدې دي.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس ویلي، چې لا هم خلک د چرګانو جنګولو لپاره راټولېږي او قمار پرې وهي.

کله چې د چرګانو جنګېدو سیالۍ پیلېږي، شاوخوا ناست نندارچیان په لوړو غږنو همدا وايي: «وهه! او ووژنه!». له دې سره چرګان پر یو بل مرګوني بریدونه کوي، د یو بل پر ضد هوا ته پورته کېږي او د وینو څاڅکي یې په بڼکو خپرېږي.

د چرګانو جګړه په افغانستان کې سلګونه کلونه پخوانی دود دی، چې پخوا به د ژمي د فصل یوه عامه ساتیري وه؛ خو اوس دا دود په ځانګړې توګه په کابل کې یوه دوامداره پدیده ګرځېدلې ده. فقر، بې روزګاري او اقتصادي فشارونه د دغه لوبې د ډېرېدو لاملونه بلل کېږي.

د راپور له مخې؛ جنګي چرګان په ځانګړې بڼه ساتل کېږي، تر سیالۍ مخکې یې پنجې تړل کېږي، اوبه پرې پاشل کېږي او کله ناکله د ځواک د زیاتوالي لپاره ځانګړې انرژۍ هم ورکول کېږي.

د چرګانو د جنګولو دا له وحشته ډکه سیالي څو پړاوونه لري او‌ په هر یو کې یې دمه هم شته. بریا هغه وخت اعلانېږي، چې یو چرګ له پښو وغورځي او نور د جنګ توان بایلي.

د ډېرو لپاره د چرګانو جنګول یوازې یوه ساتېري نه ده؛ بلکې د عوایدو یوه سرچینه، د قمار میدان او کله ناکله یو خطرناک اعتیاد هم دی.

درانه شرطونه کېدای شي یوه کورنۍ شتمنه کړي، یا یې په بشپړ فقر کې ډوبه کړي.

د محمد په نوم یو ۶۳کلن سړی له لسیزو راهیسې د چرګانو په دې جنګي لوبه کې ښکېل دی. هغه اسوشیېټډ پرېس ته ویلي: «په دغو کلونو کې مې لیدلي، چې څه ډول د یو چا ژوند جوړ شوی یا خراب شوی دی. یو ځل د همدې لوبې پر سر زامنو خپل پلار وواژه».

دی زیاتوي: «ځینو ‌بې وزلو کسانو په دې لوبو کې کورونه واخیستل؛ خو شتمنو کسانو بیا دې لوبه کې هر څه بایللي. مالکان د خپلو چرګانو سره دومره مینه لري، چې ان له خپلو کورنیو یې هم ښه ساتي. حتی د خپلو چرګانو لپاره د ډوډۍ او خوړو پیسې بېلوي».

د وینې تویېدنې دغه لوبه لا هم سره له بندیزونو روانه ده. دا د کابل ښار د تریخ ژوند یو له حقیقتونو ښکاره کیسه ده، چې ځیني کسان پرې بوخت دي.

نور خبرونه

رادیو