د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې تېر ماښام په لوګر ولایت کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳ تنه مړه شوي، ۲۵۰ کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې دا سېلابونه د لوګر په مرکز، ازره، برهکي برک او محمداغه ولسوالیو کې رامنځته شوي، چې درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
د سرچینو په وینا، یوازې په مرکز لوګر او محمداغه ولسوالۍ کې ۱۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه او په ازره ولسوالۍ کې ۱۲ زره جریبه ځمکه له منځه تللې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو بنسټونو د افغانستان په څو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د دوشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې اعلامیه کې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان سوېل ختیځو سیمو کې د سېلابونو د امکان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستیو سېلابونو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
یاد بنسټ څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره په ګډه د ختیځ افغانستان د سېلابونو د زیانونو ارزونه کوي او چمتو دی، چې له اغېزمنو خلکو ملاتړ وکړي.
دغه سازمان له میدان وردګو ولایت څخه داسې انځورونه خپاره کړي، چې ښيي د سېلابونو له امله کرنیزې ځمکې او د تګ راتګ لارې ویجاړې شوې دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي بدلونونو له امله اغېزمن شوی دی او دا هېواد هر کال له خونړیو سېلابونو سره مخ کېږي، چې درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي.
اقلیمي بدلون، وچکالي او د اوبو د سرچینو کمېدل د دې لامل شوی چې د افغانستان پر کرنهمحوره او مالدارۍ پورې تړلی اقتصاد سخت اغېزمن کړي او د میلیونونو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.