تر ۱۱ زرو ډېر افغان کډوال مکلف دي چې جرمني پرېږدي

۸ ساعتونه مخکې

د جرمني د کډوالۍ فدرالي ادارې (بامف) د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱ زره او ۴۲۳ افغانان مکلف دي چې باید دغه هېواد پرېږدي. له دې ډلې ۹۶۰۲ کډوال د "دولدونګ" یا دغه هېواد کې د اوسېدو موقتي سند لري، خو پاتې نور یې بې اسناده دي.

د جرمني حکومت هڅه کوي چې په لومړي ګام کې مجرم افغان کډوال وباسي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، هڅه کوي له طالبانو سره د دغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه مستقیم توافق ته ورسیږي.

دا موضوع په جرمني کې له سیاسي مخالفتونو سره هم مخ شوې ده.

نور خبرونه

رادیو