انګېلا مېرکل: جرمنی د هغو افغانانو پر وړاندې مکلفیت لري چې د منلو ژمنې یې ترلاسه کړې دي

۲۱ ساعتونه مخکې

د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل د اوسني لومړي وزیر فریدریښ میرڅ د حکومت د کډوالۍ پر پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د هغو افغانانو پر وړاندې مکلفیت لري چې د برلین ته د انتقال ژمنه ورسره شوې.

مېرکل وايي، د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو ردول د قانوني تګلارو خلاف دي.

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ میرڅ د خپل ټاکنیز کمپاین په جریان کې ژمنه کړې وه، چې د غیرقانوني کډوالو پرمخ به د جرمني پولې وتړي او دا پروسه یې د خپلې دندې په لومړیو ورځو کې پیل کړه.

مېرکل د ډبلیو ډي ار شبکې په یوه ټلویزیوني پروګرام کې چې پنځو کډوالو هم پکې ګډون کړی و، ټینګار وکړ، « که څوک د جرمني په پولو کې د پناه غوښتنه وکړي، نو قانوني پروسه باید د دوی لپاره تعقیب شي. دا پروسه پخپله په پوله کې ترسره کیدای شي، خو په هر حالت کې، دا باید ترسره شي».

په ورته وخت کې، هغې د افغانستان په قضیه کې د هغو کسانو د اخراج پالیسي تایید کړه چې پناه غوښتنه یې رد شوې وي، خو په دې شرط چې دا په عزتمندانه او انساني ډول ترسره شي. هغې وویل چې جرمنی باید «یو حل ومومي او که امکان ولري، خلک بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي».

هغې وویل، چې د انساني قاچاق وړونکو د نفوذ مخنیوی اړین دی، مګر په ورته وخت کې دا باید وڅېړل شي چې څوک د نورو په پرتله ډیر ملاتړ ته اړتیا لري.

مېرکل د کډوالۍ پالیسۍ په ټاکلو کې د کار بازار رول او په اروپایی کچه د همغږۍ اړتیا باندې هم ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په جرمني کې د کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۴،۱ سلنه زیات شوی او ۳،۳ میلیونه کسانو ته رسیدلی دی.

نور خبرونه

رادیو