د طالبانو ادارې د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د اوبو د یوه نوي بند د جوړولو چارې پیل کړې، چې هدف یې د کرنیزو ځمکو خړوبول، د اوبو د زیرمو مدیریت او د موسمي سېلابونو کنټرول ښودل شوی دی.
د شفلوغ په نوم دا بند به، چې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ په شفلوغ کلي کې جوړېږي، د ۸۵۴ زره او ۱۰۶ متر مکعبه اوبو زېرمه کولو ظرفیت ولري او شاوخوا ۲۵۹ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
دا پروژه به د ۱۶۵،۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شي، چې شاوخوا ۱،۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د طالبانو ارزګان والي مولوي عنایت الله شجاع، د ملي پراختیا شرکت معیین مولوي عبدالولي عادل، د علماوو شورا غړو، تخنیکي کارکوونکو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو د دغه بند د پرانیستې په مراسمو کې ګډون درلود.
منصور د بند د چارو د پرانیستې پر مهال وویل، چې د دغه بند هدف د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبي سرچینو پیاوړتیا او د موسمي سېلابونو مخنیوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې « دغه نظام په ډېرو لږو امکاناتو سره په هېواد کې امنیت، روڼتیا، قومي یووالی او اقتصادي پراختیا راوړې ده».
طالب وزیر وویل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت پلان لري چې ډېر ژر په ارزګان ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلې کړي او اړین تخنیکي اقدامات به هم ترسره شي.
د طالبانو د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري معیین مولوي عبدالولي عادل په دغو مراسمو کې ژمنه وکړه چې دغه پروژه به په لوړ کیفیت سره بشپړه شي.
د بند د جوړېدو چارې او د کیفیت په تړاو څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له دې وړاندې په خوست کې د یوه بند د نړېدو له امله د طالبانو پر ادارې پراخې نیوکې وشوې.