د استونیا د پولیسو او سرحدي ساتنې څانګې دوه افغان وګړي له دې امله شړلي، چې د ناروا سیند له لارې د انسانانو په قاچاق کې د لاس لرنې شک پرې کېده. دوی په دې تورن شوي چې په ټولنیزو شبکو کې یې د انساني قاچاق په ګټه تبلیغ کړی.
استونیايي رسنیو خبر ور کړی، چې د جون په پیل کې د ناروا سرحدي مامورانو د یوې عادي پلټنې په ترڅ کې ناروا سیند ته څېرمه یو جرمني وګړی او دوه افغان نارینه وموندل، چې د جرمني د استوګنې جوازونه یې لرل.
بهرنیان د سیند تر څنګ له یوې ربړي کښتۍ او کب نیونې وسایلو سره ولاړ وو.
دغو نارینه وو سرحدي ساتونکو ته ویلي چې دوی په استونیا کې د سیلانیانو په توګه اوسیږي او په پام کې لري ژر جرمني ته ستانه شي. د نارینه وو اسناد سم وو او دا، چې دوی هیڅ سرغړونه نه وه کړې د استونیا سرحدي ساتونکو اجازه ورکړې چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
خو رپوټ وايي، څو اونۍ وروسته پولیسو وموندله چې همدغه کسان په خپل موټر کې بیرته ایډاویروما ته ستانه شوي دي.
د استونیا د سرحدي-مهاجرتي خدماتو کارکوونکو چې د دوی شالید څیړلی و، دا یې موندلې چې دوی «په ټولنیزو رسنیو کې د انسان قاچاق اعلانوي».
پولیسو وروسته دوی نیولي ځکه شک یې درلود چې ممکن استونیا ته د خلکو د غیرقانوني راوستلو پلان لري.
رپوټ وايي، دوو افغان وګړو ته امر وشو چې له استونیا څخه ووځي او د دریو کلونو لپاره یې استونیا ته پر ننوتلو بندیز ولګول شو.