د ولسي وګړو او طالبانو نښته؛ بدخشان کې د وژل‌شویو کسانو شمېر لوړ شو

۷ ساعتونه مخکې

له بدخشان نه ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي وګړو د نښتې په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون شپږ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۵ ډېر ټپیان دي.

سرچینو سې‌شنبه (د چنګاښ ۱۰مه) زیاته کړې، چې دا کسان پر لاریون‌کوونکو د طالب وسله‌والو د مخامخ ډزو په پایله کې وژل شوي دي. د سرچینې په وینا، ټپیان د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځینو یې وضعیت نازک دی.

سرچینې همداراز ویلي، چې یادې ولسوالۍ ته د طالبانو نور تازه دمه جنګیالي هم رسېدلي او هڅه کوي چې لاریونونه مهار کړي.

ورته مهال یوه بله سرچینه بیا وايي، چې پر ولسي وګړو د طالبانو د ډ‌زو په پایله کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ټپیان دي.

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د کوکنارو د کروندو ویجاړولو پر سر نښته شوې ده. ولس وروسته تر هغې غوسه شوی، چې طالبانو پرې ډزې کړې دي او یو شمېر لاریوون‌کوونکي يې وژلي او ټپیان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو