د کوچیانو یو شمېر مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره شپه د خوست د علیشیرو ولسوالۍ اړوند بټۍ کلي کې د طالبانو د عدل وزیر عبدالحکیم شرعي په امر د ځايي کوچیانو ځینې کورونه او دوه جوماتونه ړنګ کړای شوي.
دوی زیاتوي چې د افغانستان له جوړېدو سره دوی په دې سیمو کې اباد دي.
د خوست د عليشیرو د ځايي کوچیانو مشرانو نن د چنګاښ ۱۰ مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې له ډېرو عریضو سره سره لا هم له دوی سره د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي توپیري چلند کوي او څوک یې غږ نه اوري.
د کوچیانو یوه ځايي مشر وویل:« تېر کال یې په خوست کې د کوچیانو ځینې کورونه او جوماتونه ړنګ کړل خو د طالبانو ټولو ادارو باندې وګرځېدو خو ټولو وویل چې د عدليې وزیر د کړنو مخنیوی نه شي کولی.»
د کوچیانو مشرانو همدراز وویل چې د کومې محکمې له پرېکړې پرته او یا هم د چا د عریضې پر اساس یې کورونه او جوماتونه ړنګ شوي، او دا چاره یوازې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په شفاهي امر کېږي.
افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه او جوماتونه وېجاړ شوي دي او چتونه یې پرېوتي دي.
د کوچیانو یو بل ځايي مشر وویل«څو ځله کندهار ته لاړو چې د کوچیانو او د طالبانو عدلیې وزیر ترمنځ روان کشمکش په اړه د ملاهبت الله دفتر ته شکایت وکړو، عریضې مو ورته وسپارلی خو بیا یې هېڅ درک ونه شو.»
د کوچیانو مشران وايي، د طالبانو مشر ملاهیبت الله دې د روانو جنجالونو په اړه یو باصلاحیته پلاوی وټاکي چې له دوی سره روان ناوړه چلند او سندونه له نژدې وګوري او بیا دې یو بې طرفه راپور ملاهیبت الله ته وسپاري.
له دې وړاندې هم د کوچیانو ځینو مشرانو له افغانستان انټرنشنل سره د یولړ اسنادو په شریکولو سره ویلي وو چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کوچیانو د استوګنې په تړاو د پخواني ولسمشر کرزي حکمونه نه مني. کوچیانو نیوکه کړې وه، چې د طالبانو عدلیې وزیر په خپلسرې توګه د دوی څلور قومي مشران بندیان کړي ول.
په لوګر ولایت کې د کوچیانو ځینو مشرانو د «۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۳مه» د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یولړ پخواني صادر شوي حکمونه او د ځمکو اړوند اسناد له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل.
د کوچیانو مشرانو هغه وخت هم د طالبانو له مشر مولوي هبت الله غوښتنه کړې وه، چې یوه خپلواکه محکمه دې جوړه کړي او د کوچیانو د ځمکو اسناد دې په دقیقه توګه پکې وڅېړل شي.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او کوچیانو ترمنځ روان کشمکش کومه نوې خبره نه ده.
تېر کال په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلی و، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شېخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی. سرچینو وویل چې طالبانو په ولسي جرګه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدر جان نعیمزوی څو ورځې په خپل دغه شخصي زندان کې بندي کړی و.
تر اوسه د طالبانو عدلیې وزارت او هم یاد وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي کوم غبرګون نه ښودلی.