د روسیې دولتي دوما له افغانستان څخه د کارګرانو واردول خطرناک ګڼلي

۸ ساعتونه مخکې

د روسیې د دولتي دوما د سیمه یییزو پالیسیو کمیټې ویلي، چې له افغانستان څخه روسیې ته د کارګرانو له راوستلو سره باید احتیاط وشي، ځکه د افراطیت استازي هلته ډېر دي او د متخصصانو د وړتیا په اړه هم پوښتنې شته دي. یاده کمېټه وايي، چې د افغان کارګرانو راوستل سیاسي پرېکړه ده.

د یادې کمیټې مرستیال میخایل ماتویف له نیوز روسیه سره په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي بنسټپالنې ډیر استازي او د بیلابیلو ترهګرو سازمانونو غړي موجود دي.

ماتویف ټینګار کړی، « زه په افغانستان کې له هیڅ صنعت څخه خبر نه یم. نو بیا د دوی [کارګرانو] وړتیا څه ده؟ زما په اند، که څه هم روسیه د بهرنۍ پالیسۍ د موخو لپاره له افغانستان سره د اړیکو عادي کولو ته څومره لیواله وي، باید له هغه ځای څخه د هر ډول اتباعو په راجلبولو کې احتیاط وشي. که هغه زده کوونکي وي، که کارګران یا هر بل څوک».

د هغه په ​​اند، په روسیه کې د افغانانو د پاتې کیدو خطرونه به د دوی د کار له اقتصادي اغیزو څوچنده زیات وي.

ماتویف وویل: « د افغانانو په بڼه، موږ د افراطي اسلام استازي لرو. بیلابیل سیاسي سازمانونه چې هلته په واک کې دي، بدلیږي، خو ډیری یې په وروستیو کلونو کې، د شوروي سرتیرو له وتلو وروسته، د ترهګرو په توګه په ګوته شوي دي».

هغه د سیمه ییزو متخصصینو پر وړتیاوو هم پوښتنې راپورته کړې او یادونه یې وکړه چې دی «په افغانستان کې د کوم صنعت له شته والي خبر نه دی».

دغه مرستیال ومنله چې روسیه کیدای شي د بهرنۍ پالیسۍ د ځینو موخو لپاره له افغانستان نه د کارګرانو راجلبولو ته زړه ښه کړي خو هغه باور لري چې دلته په احتیاط عمل کول اړین دي.

د جون پر۲۰ مه په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر روستم حبیب‌الله‌ د سن پترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې د کار وزیر انتون کوتیاکوف او د طالبانو د استازو ترمنځ د لیدنې اعلان وکړ. دوی هوکړه وکړه چې زر تنه کاري افغان کډوال روسیې ته واستوي.

د حبیب‌الله‌ په وینا، شاوخوا ۱۰۰ افغانان لا دمخه په مسکو، سن پترزبورګ او تاتارستان کې د نقاشانو، ویلډینګ کارانو او بریښنایی کارکوونکو په توګه کار کوي او دا شمېر به ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شي.

تمه کیږي د متخصصینو نوې ډله چیچنیا، داغستان او کراسنودار سیمې ته لاړه شي او په راتلونکي کې به دونتسک او لوهانسک سیمو ته هم ولېږدول شي.

په ورته وخت کې د روسیې د دوما د کار او ټولنیزې پالیسۍ کمیټې مشر یاروسلاف نیلوف ټینګار کړی چې بهرنی کاري ځواک باید یوازې په هغو صنعتونو کې وکارول شي چې روسان هلته کار نه کوي.

نور خبرونه

رادیو