طالب وزیر وايي چې د امیر اطاعت عبادت دی

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د مشر له لوري د دې ډلې د کور او ښار جوړونې وزارت لپاره تازه ګومارل شوی سرپرست مولوی نجیب الله حیات حقاني وايي، چې د امیر اطاعت عبادت دی او ورسپارل شوې دنده به په رښتینولی ترسره کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې شنبه « د چنګاښ ۱۰مه» د کور او ښار جوړونې وزارت کارکوونکو ته د ده د ورپیژندلو په غونډه کې کړې دي.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د خپلې کابینې دوه وزیران له یوه موقفه بل هغه ته بدل کړل.

د طالبانو د مشر د حکم له مخې د ښار او کور جوړونې پخوانی وزیر حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر نجیب الله حقاني د ښارجوړونې د وزیرپه توګه ټاکل شوي دي.

حقاني په دې غونډه کې وویل، چې « د امیر اطاعت عبادت دی او زه ژمن یم چې را سپارل شوې دنده په صداقت او اخلاص سره ترسره کړم».

د مراسمو پر مهال د طالبانو د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور، د وزارت مرستیالانو، د اترا چارواکواو د دې ډلې د مخابراتو وزارت استازو ګډون کړی و.

طالب چارواکي په دې وروستیو کې په تکرار د خپل مشر د اطاعت په تړاو څرګندونې کوي او مولوي هبت الله اخوندزاده هم له دې وړاندې په خپلو څرګندونو کې په مکرر ډول په خپلو لیکو کې پر اطاعت ټینګار کړی.

له لوی اختر وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې له کندهار او ملا هبت الله سره په یو شمېر مسایلو کې مخالف ګڼل کیږي، وویل چې هبت الله اخوندزاده له انساني توان نه لوړ کار کوي.

خو دیني کارپوهان د مسوولیت منلو په تړاو، چې د طالبانو په اداره کې ډېری غیر مسلکي کسانو او په ځانګړې توګه ملایانو او طالبانو ته سپارل کیږي، وړتیاوې مهمې ګڼي.

د دیني چارو یوه متخصص صلاح الدین سعیدي افغانستان انټرنشل پښتو ته په خبرو کې وویل، چې څوک د کوم مقام او څوکۍ وړ نه وي، د دیني ارشاداتو له مخې باید هیڅکله دغه دروند مسولیت ونه مني او په لوی لاس ځان ګنهګاره نه کړي.

نور خبرونه

رادیو