د روزګان ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې د روزګان ـ کندهار سړک له کلونو راهیسې خراب دی دوی د دغه سړک په اساسي ډول د رغولو غوښته کوي.
د دغې لارې موټر چلوونکي وايي، د دې سړک د خرابوالي له امله نه یوازې موټرونه خرابیږي، بلکې مسافرین هم له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د صدیقالله په نوم یوه موټرچلونکي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي: “موږ هره ورځ د ګټې پر ځای، د موټر پ ترمیم پیسې مصرفوو، ځکه سړک ډېر خراب دی او زموږ ورځنی ژوند یې سخت کړی.”
له بلخوا د طالبانو د روزګان د اطلاعاتو او کلتور ری یس رحمتالله ریحان وایي، چې د یادې لارې د رغونې لپاره بودیجه منظوره شوې او ډېر ژر به یې د رغونې عملي چارې پیل شي.
د روزګان ـ کندهار یوازینی سړک دی چې د دې سیمې اوسېدونکي او سوداګریز موټر پرې تګ او راتګ کوي.
د سیمې خلک تمه لري چې د دغه سړک عملي کار ژر پیل شي ترڅو د دوی شته ستونزې ورسره حل شي.
دا غوښتنه په داسې کې کېږي، چې طالبانو د تېر جمهوریت پرمهال د افغان ځواکونو سره د جګړې په وخت کې د افغانستان د لویو لارو په سرکونو کې ماینونه ځای پر ځای کول او د هغه له امله د هېواد زیاتره سړکونه وېجاړ شوي دي.