فرانسوي خبري اژانس «فرانس ۲۴» په راپور کې وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو مدني، ټولنیز او تعلیمي فعالیتونه د طالبانو له دوامدارو محدودیتونو سره مخ دي، خو ځینې مېرمنې د هنر له لارې خپل غږ پورته کوي، او دغه هنر د هغوی لپاره د مقاومت، اظهار او هیلو وسیله ګرځېدلې.
له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، د ښځو او نجونو اساسي حقونه د دغه سخت دریځې ډلې لخوا د سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د زده کړو د ملاتړ نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوي او نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. همداراز، ښځې په ډېرو دولتي او خصوصي برخو کې له کار کولو هم منع شوي دي.
د فرانس ۲۴ خبري اژانس په کابل کې د یوې افغانې نجلۍ سره خبرې کړي، هغې چې د رسامۍ پر سپين کاغذ یې د ښوونځي انځور جوړ کړی، وایي، « کله چې طالبان راغلل زمونږ ښوونځي یې راوتړل، ډیره خفه وم، ځکه چې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې، اوس غواړم چې انځورګري زده کړم او له دې لارې خپل ټپي شوی غږ تر نړیوالو ورسوم».
په راپور کې راغلي، دغه ښځې، چې ځینې یې پټې او ځینې یې ښکاره هنري فعالیتونه کوي، د لیک، انځورګرۍ، فوټوګرافي او نورو تخلیقي لارو هڅه کوي د خپل موجودیت، درد، او هیلو کیسې نړۍ ته ورسوي. یو شمېر یې ان د کورونو دننه سټوډیوګانې جوړې کړي، له نړیوالو هنرمندانو سره مجازي همکارۍ کوي، او خپل اثار د ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي.
یوه بله افغانه مېرمن « یلدا » چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له امله ترې لوړې زده کړې پاتې شوي وایي، «هنر نه یوازې د بیان وسیله ده، بلکې د بقا، پېوستون، او هیلو یوه لاره هم ده».
سره له دې چې سانسور، امنیتي ګواښونه او ټولنیز بندیزونه زیات شوي، دغو مېرمنو ژمنه کړې چې خپل هنري کار ته دوام ورکوي او د هنر په ژبه به د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.
په داسې یو چاپېریال کې چې د خاموشۍ او حذف سیاست حاکم دی، افغان ښځې هنر ته د مقاومت د یوه عمل په سترګه ګوري، یو داسې عمل چې نه یوازې د دوی هویت ژوندی ساتي، بلکې د زرګونو نورو خاموشو غږونو نمایندګي هم کوي.