پاکستاني پولیسو د هند د ۴ جاسوسانو د نیول کېدو خبر ور کړی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په کراچۍ ښار کې یې څلور کسان هند ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د کراچۍ پولیس وايي، د نیول شویو کسانو په مخابراتي وسایلو کې داسې سافټویرونه هم موندل شوي چې د هند استخباراتي ادارې ته یې په مستقیم ډول معلومات استول.

د پاکستاني پولیسو د وینا له مخې، دغو تورنو کسانو په لومړنیو پلټنو کې اعتراف کړی، چې په سرحدي سيمو کې به د پولې ها غاړې ته په غیر قانوني ډول اوښتل او هلته به یې د هند د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له افسرانو سره کتل.

پاکستاني مقاماتو د دې تورنو اشخاصو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

پاکستاني پولیسو ويلي، چې له تورنو کسانو یې وسلې هم نیولې دي.

د کراچۍ پولیسو په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د تورنو کسانو له موبایلونو څخه داسې معلومات، انځورونه او ویډیوګانې ترلاسه شوي چې د پاکستان په محرمو او حساسو ځایونو پورې اړه لري.

د پاکستان پولیس وايي، د دوی په مخابراتي وسایلو کې یې داسې سافټویرونه هم موندلي چې د هند استخباراتي ادارې ته یې په مستقیم ډول معلومات استول.

هند تراوسه د پاکستان ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو