د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه اندېښنې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د روانې جون میاشتې تر ختمېدو د (PoR) کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د بیان پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د پاکستان لنډمهالي حکومت له‌خوا د «ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنېدو پروګرام» له پیل راهیسې تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي افغانستان ته استول شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ دا کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.

په بیان کې راغلي، دا اقدام د هغه قانون خلاف دی چې له مخې یې هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې په خطر کې وي.

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل هغوی له تاوتریخوالي، ناوړه ګټه‌اخیستنې او بشري حقونو سرغړونو سره مخ کوي.

یاد سازمان ویلي، چې د کډوالو له ستنېدو راهیسې زرګونه افغان ښځې او نجونې یو ځل بیا تر سختو محدودیتونو لاندې ژوند کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا وړمه ورځ پاکستاني دولت تر یو زرو ۴۰۰ ډېرې افغانې کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته استولې دي.

نور خبرونه

رادیو