د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې لهخوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې تېره ورځ تر ۱۴۰۰ ډېرې کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په ستنو شويو کسانو کې د اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي.
په ورته وخت کې له پاکستان څخه د هغو افغانانو چې پي او ار کارتونه لري د وتلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې یوه اونۍ پاتې ده.
د پاکستان حکومت وړاندې ویلي و، چې د پي او ار کارت لرونکي افغانان دې د روانې جون میاشتې تر ورستۍ نېټې له پاکستانه ووځي.
له بل پلوه بیا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې پر افغانستان د دغې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ مېلیونو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.