د مېرسري امریکایي ورځپاڼه وایي چې له پاکستان څخه شړل شوي افغان کډوال هڅه کوي چې پټ او په غیر قانوني ډول بیرته دغه هېواد ته راستانه شي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د هغوی لپاره، د قانون له سترګو پټېدل تر دې غوره ښکاري چې په داسې وطن کې ژوند تېر کړي چې آن ځینو یې له دې وړاندې لیدلی هم نه دی.
په راپور کې راغلي، «سلګونه افغان کډوال، چې د خپلو شتمنیو سره پر بار لاریو کې سپاره دي، د پاکستان له چمن او تورخم پولو څخه افغانستان ته اوړي، دا حالت هغه مهال رامنځته شو کله چې پاکستان د ناقانونه میشتو کډوالو پر وړاندې د سختو اقدامونو لړۍ پېل کړه.»
یوه تن افغان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه پاکستان ته واوړي ورځپاڼې ته ویلي: « زه په پاکستان کې زېږېدلی یم او هلته رالوی شوی یم، نه پوهیږم چې افغانستان څه ډول ځای دی، هلته نه کور لرم، نه روزګار، او نه هم څوک پېژنم، مجبور یم چې بېرته لاړ شم.»
د کډوالو د ستنېدو دغه بهیر، د دواړو هېوادونو د سرحدي ستونزو، اقتصادي فشارونو او انساني بحران ښکارندویی کوي.
افغان چارواکي وایي، دوی هڅه کوي چې راستنېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي، خو اعتراف کوي چې د امکاناتو کچه محدوده ده.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د تير لوی اختر په مناسب جوړې شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو مننه کوو، چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې زور زیاتی کم کړی او په جبري توګه د اېستلو په لړۍ کې یې کمښت راوستی دی.»
هغه زیاته کړه: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې له صبر او زغم کار واخلي.»
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو په ستنولو کې د کمښت او نرمښت خبره کړې، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه کډوال نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته لېږدوي.