د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی، چې پر افغانستان د دې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ میلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
حقاني د طالبانو له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، چې د راستانه شویو کډوالو په منځ کې ۳۱۰ زره کورنۍ شاملې دي، چې له دوو میلیونو څخه ډېر کسان جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې له دې سربېره له دوو میلیونو څخه ډېر نور بېرتهراستانه شوي کسان مجرد دي.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو راهیسې ټول ټال ۵ میلیونه او ۲۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند ادعا وکړه، چې بېرته راستانه شویو کډوالو ته ټول اړین خدمات برابر شوي دي او له یوه میلیارد افغانۍ څخه زیاتې نغدې مرستې دې کډوالو ته ورکړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان افغان کډوالو ته شرایط سخت کړي او هغوییې په ډلهییز ډول شړلي دي او همداراز ترکیه هم په دوامداره توګه کډوال افغانستان ته شړي.
له دې سره سره، نړۍوالو بنسټونو راپور ورکړی چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې له اتو میلیونو څخه زیات خلک له افغانستانه کډوال شوي دي.
دغه کسان تر ډېره د امنیتي ګواښونو، د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې، فقر، بیکارۍ او د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.