افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ویلي، چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا د ښځو پر موټر چلولو بندیز لګول شوی.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هرات ولایت د امر بالمعروف د رییس شیخ عزیز الرحمن المهاجر په لاسلیک هغه مکتوب ترلاسه کړی، چې په دغه ولایت کې د ښځو پر موټر چلولو پکې بندیز لګول شوی.
د هرات د امر بالمعروف رییس د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي:« موټر چلول یو مهم او د مسوولیت ډک مسلک دی او لږ بیغورې د خلکو ژوند پای ته رسولای شي. نو ښځې د موټر چلولو مسلک د زده کړې توان نه لري او ذهن یې خورا ګډوډ دی.»
په مکتوب کې د هرات د ټرافیکو مدیریت څخه غوښتنه شوې، چې نور دې په هرات ښار او عمومي لارو کې د ښځو د موټر چلولو مخنیوی وشي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د قانون له مخې، وړاندې تردې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګول شوي.
سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو پر زده کړو، کار کولو، پارک د تګ، یوازې سفر او نورو ډیرو برخو کې بندیزونه لګول شوي، خو بهرنۍ سیلانیانې په یوازې سر او ازاد ډول افغانستان ته سفرونه کوي او د موټر چلولو ترڅنګ پارکونو ته د تګ اجازه هم ورکول کیږي.