سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرې يوې اونۍ څخه ۴۰ ورځنۍ په زړه ناروغ افغان ماشوم د حیات اباد په روغتون کې له سخت حالت سره مخ دی.
د ماشوم کورنۍ ته د اسنادو د نه درلودلو له کبله پر تورخم اجازه نه ورکول کېده او ماشوم یې د تداوی لپاره یو نابلده کس ته ورکړی.
سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شينواري ته د پنجشنبه په ورځ ویلي، چې د اسنادو د نه درلودلو له کبله د ماشوم کورنۍ ته پر تورخم اجازه نه ورکول کېده، چې پاکستان ته د زوی د تداوی لپاره ولاړ شي.
ماشوم له تېرو ۷ ورځو څخه په دغه روغتون کې تر تداوی لاندي دی.
ډاکټران وايي د ماشوم روغتيايي حالت سم نه دی: «ماشوم دا مهال له شدیدو تکلیفونو شاک او کمزورۍ سره مخ دی. د ډېر ژړا او درده یې غږ غلی شوی.»
روغتياپلانو ویلي: «ماشوم ته د خپلې مور حضور او مینه ناک احساساتي ملاتړ خورا ضروري دی چې کولی شي د هغه د روغېدو پروسه چټکه کړي.»
سرچینو دا هم ویلي، چې د ماشوم مور ټوله ورځ د تورخم دروازې ته «وږې، تږې او ستړې» د خپل ماشوم د لیدو په تمه ناسته ده.
سرچینو ویلي، چې ځايي پاکستاني چارواکو په روغتون کې د ماشوم تر ليدنې وروسته هڅه کوي د هغه کورنۍ ته پر تورخم د تګ اجازه ورکړي.
په تورخم ډېری کورنۍ غوښتنه کوي، چې دواړه لوري دي د ناروغۍ پر مهال خلکو ته تګ راتګ اسانه کړي.