د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د نیویارک په یوه غونډه کې چې د پاکستاني ټولنې لپاره جوړه شوې وه، ویلي چې اسلاماباد هڅه کوي له افغانستان سره د سیمې د نښلولو لپاره د رېلپټلۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ لارې فعاله کړي.
د پاکستانۍ ورځپانې اېکسپرېس ټریبون د راپور له مخې، د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یوه درې اړخیز تفاهم له مخې ټاکل شوې ده، چې له ترمز څخه تر کراچۍ پورې د افغانستان له لارې یوه نوې رېلي پروژه جوړه شي. دا پروژه به د افغانستان له مزارشریف، لوګر او ورپسې خېبر پښتونخوا سره وصل شي.
په راپور کې راغلي، موخه دا ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان له بندرونو سره وصل شي او افغانستان ته ټرانزیتي عواید، سوداګري او کارموندنه برابر کړي.
په همدې تړاو پاکستاني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره د امنیت په برخه کې هم همکاري روانه ده او له طالبانو یې ژمنه اخیستې، چې له افغان خاورې څخه به د پاکستان پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. دا ژمنه د سیمهییز امنیت د ټينګښت او د اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل شوی دی.
د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د دې درې اړخیزې رېلي پروژې تخنیکي طرحه په ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶مه په کابل کې لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د فزیکي کار د پیل لپاره اساسي تیاری وشي. دا پروژه به د سوداګریزې راکړې ورکړې سرعت لوړ کړي، سیمهییز اقتصاد ته به وده ورکړي او افغانستان ته به د یوه ټرانزیټي هب (hub) حیثیت ورکړي.
اسحاق ډار ویلي، چې دا پروژه به یوازې یو ټرانسپورټي ابتکار نه وي، بلکې له هغې سره به سیمې ته ثبات، دندې او پانګونه هم راشي. نوموړي له طالب چارواکو سره د دوامداره همغږۍ هیله څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري باید د باور فضا رامنځته کړي.
هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان له لوري د نورو بنسټیزو پروژو په ترڅ کې، د خېبر پاس اقتصادي دهلیز هم د افغانستان لپاره مهم ارزښت لري او پاکستان چمتو دی، چې د افغانستان له لارې سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اقتصادي بیا رغونه او سیمهییز پرمختګ به یوازې د سیمهییزې همکارۍ له لارې امکان ولري او اسلاماباد غواړي دا اړیکې نورې هم پراخې کړي.
ډار ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري یوازې سوداګریزه پروژه نه ده، بلکې د ټولې سیمې د ثبات، دندو او پانګونې تضمین هم دی.
هغه زیاته کړه: «د سیمې امنیتي ثبات د اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري ده. موږ له طالبانو سره همکاري کوو، خو هغوی ته مو روښانه کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» پر ضد باید جدي اقدام وشي.»
د پاکستاني چارواکو له نظره، د افغانستان له خاورې د «ټي ټي پي» د فعالیتونو دوام نه یوازې د دوی د امنیت لپاره خطر دی، بلکې دا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پروژو تطبیق هم له خنډ سره مخ کړي. ډار ویلي، اسلام اباد تمه لري چې طالبان به نه یوازې د امنیتي ژمنو پابندي وکړي، بلکې د «ټي ټي پي» د ځپلو لپاره عملي اقدامات هم وکړي.
د درې اړخیزې رېلي پروژې تخنیکي طرحه د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶مه نېټه په کابل کې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه، چې له مخې به یې فزیکي کار ته د زمینې برابرولو هڅې پیل شي.
اسحاق ډار دا هم ویلي، چې د خېبر پاس اقتصادي دهلیز چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز یوه فرعي څانګه بلل کېږي، افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري او پاکستان چمتو دی چې دا لارې د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ فعاله کړي.
خو نوموړي په ډاګه کړه، چې امنیتي اندېښنې باید په عمل کې وڅېړل شي.
هغه وویل: «موږ د طالبانو له مشرانو سره په تماس کې یو او پر هغوی مو ټینګار کړی، چې له خپلې خاورې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول «ټي ټي پي» فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي. دا زموږ د متقابل اعتماد، سیمه ییز ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره اساسي شرط دی.»
د هغه په باور، که له طالبانو سره فعاله همکاري وشي، دا به نه یوازې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې لپاره یو مهم ګام وي، بلکې د ټولې سیمې د نښلولو ستراتیژي به هم پیاوړې شي.