د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سېشنبه (د زمري ۷مه) خبر ورکړی، چې د دوی سرحدي پولیسو په تورخم کې د (پریګابلین) په نوم د ۶زره نشهيي ګولیو د قاچاق مخه ونیوله.
د پریګابلین ګولیو تجارتي نوم (زیګپ) دی. دا یو ډول طبي ګولۍ دي، چې ډاکټران یې په ځانګړو حالاتو کې ناروغانو ته د درد اراملو، عصبي ګډوډيو او رواني ناروغیو لپاره ورکوي؛ خو ځینې خلک یې پر خپل سر له درملتونونو څخه پېري او اوس په افغانستان کې پر دغه ګولیو روږدي کسان ډېر شوي دي.