پاکستان د افغان کډوالو د ویزو د تمدید بهیر په موقتي ډول بند کړی او زرګونه هغه افغانان چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تللي، اوس د پولیسو د چاپو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای په اوومه پاکستان په بشپړه توګه د افغان کډوالو لپاره د ویزې تمدید بهیر بند کړی، چې له املهیې له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه هېواد ته تللي افغانان اوس غېرقانوني ګڼل کېږي. پولیس د دوی په کورنیو چاپې اچوي، کورنۍ نیول کېږي او ګڼ خلک "حاجي کمپ" ته د جبري اېستلو لپاره لېږدول کېږي.
پاکستاني پولیسو په اسلاماباد کې د B‑17، D‑17، ګلبرګ او نورو هغو ښارګوټو کې چې افغانان پکې مېشت دي، چاپې پیل کړي دي. پولیس د کډوالو دروازې ماتوي او د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون افغانان نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته استوي.
د ویزې وضعیت او فساد
د راپورونو پر بنسټ، د ویزې د تمدید بهیر وروسته له هغه وځنډول شو، چې د حکومت دننه د فساد له امله د کورنیو چارو وزارت د ویزې تمدید مسوولین ونیول شول. دا بهیر دا مهال د ناڅرګندې مودې لپاره بند شوی او څوک د تمدید لپاره رسمي چینلونو ته لاسرسی نه لري.
یو افغان چې نه غواړي نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «موږ په پاکستان کې د قانوني اوسېدو لپاره ټول هغه کارونه ترسره کوو، چې یو بهرنی یې باید ترسره کړي او دلته د قانوني اوسېدو لامل دا دی چې په وطن کې مو ژوند خوندي نه دی، اوس پاکستان د ویزې تمدید بند کړی او پولیس زموږ د نیولو لپاره په کورونو چاپې اچوي، زه ډاډه یم چې که زه افغانستان ته واستول شم نو ژوندی به پاتې نشم.»
د احمد بلال په نوم یو بل افغان کډوال چې په اسلاماباد کې اوسېږي، وایي چې ویزه یې پای ته رسېدلې او د تمدید په تمه دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «زما لپاره دا وضعیت اندېښمنونکی دی. موږ دلته قانوني اوسېدل غواړو، د همدې لپاره مو پیسې لګولي، هېڅ ډول غېرقانوني کړنه نه کوو. خو اوس وینو چې پاکستاني پولیس د هغو افغانانو د نیولو عملیات پیل کړي، چې د پاکستان حکومت یې د ویزې تمدید بند کړی دی.»
نوموړی وایي، د ډېرو افغانانو لپاره افغانستان ته بېرته ستنېدل له ګواښ څخه خالي نه دی او نړۍوال بنسټونه باید پر پاکستاني حکومت فشار راوړي، څو د ویزو د تمدید بهیر بېرته پیل شي او د جبري اېستلو دا لړۍ ودرول شي.
د محمد جان په نوم یو بل افغان چې دا مهال یوه اروپایي هېواد ته د تګ په موخه په اسلام اباد کې مېشت دی، وایي: «د پاکستان حکومت په لوی لاس قانوني افغان کډوال غېرقانوني کړل، د ویزې تمدید یې پرې بند کړ او اوس ورپسې کور په کور پولیس ګرځي، تاسو وګوری هغه ښارګوټو کې د پولیسو عملیات روان دي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ورته افغانان راغلي، دا افغانان اکثریت یې داسې دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او جدي مسله ده، که دوی واېستل شي، ښایي ووژل شي.
محمد جان زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه باید لاس په کار شي او ددغه چارې مخه ونیسي، ځکه ددې امکان شته چې زیات افغانان چې له طالبانو راتښتېدلي دي، بېرته طالبانو ته په لاس ورشي.
د بښنې نړۍوال سازمان راپور کې راغلي، چې د ویزې د مهلت کمېدو او د تمدید درېدنې له امله افغان کډوال بېاسناد ګرځول کېږي، چې له نیونو او زورزیاتي سره مخ دي.
د یوناما راپور هم څرګندوي، چې جبري بېرته لېږدونه افغانان د ظلمونو، شکنجو او ګواښونو سره مخ کوي، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او د بشري حقونو مدافعین ناڅرګند ګواښ ته سترګې په لار دي.
یاده دې وي، چې له دې وضعیت سره په میلیونونه افغان کډوال له یوې خوا د قانوني اوسېدو شرایط له لاسه ورکوي او له بلې خوا د پولیسو سختو عملیاتو له امله رواني، اقتصادي او فزیکي فشارونو سره مخ شوي. ډېری کسان چې په لوېدیځ هېوادونو کې مېشت کېدو ته په تمه دي، اوس د نیولو او جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي .
نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو فعالینو په پاکستان غږ کړی، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو د ویزې تمدید بهیر له سره پیل کړي او پولیسو ته امر ورکړي، چې چاپې ودرول شي او د بشري حقونو دغه ناورین ته پام وکړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان له سیاسي، امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ شول او د خوندي ژوند په لټه کې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول. پاکستان د لنډمهاله پناه ځای په توګه د ډېرو افغانانو لومړی انتخاب و. که څه هم زیات شمېر دغه کډوال د قانوني ویزو له لارې پاکستان ته داخل شوي، خو په وروستیو کې د ویزو تمدید بندېدو د دوی قانوني وضعیت له خطر سره مخ کړی دی.
د ویزې تمدید موقتي بندېدو، د پولیسو چاپې او د جبري اېستلو پیل په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره چې لا هم د نورو هېوادونو ویزو ته منتظر دي، له سختو اندېښنو ډک وضعیت رامنځته کړی. په ورته وخت کې، پاکستاني چارواکو د ویزو د ورکولو په اداره کې پراخ فساد هم تایید کړی، خو د حل لپاره یې لا هم عملي ګام نه دی پورته کړی.
دا ټول هغه فکتورونه دي، چې اوسنی وضعیت یې نه یوازې د زرګونه افغانانو قانوني اوسېدل له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د انسانیت، پناهغوښتنې او نړۍوالو اصولو پر وړاندې لویې پوښتنې راپورته کړې دي.