پاکستان کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۷۹ ته لوړ شو

پرون

په پاکستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله تازه ۸ نور کسان هم مړه شوي دي، چې له دې سره په پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۷۹ ته لوړ شو.

د پاکستان د طبیعي پېښو مدیریت ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دغه هېواد کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بهیر کې د بارانونو له امله ۸ کسان مړه او ۲۱نور ټپیان شوي دي.

د مړو شویو کسانو ترڅنګ تر دې مهاله۱۵۵۳ کورونو ته هم زیان اوښتی او ۳۷۴ څاروي هم تلف شوي دي.

نور خبرونه

رادیو