د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو مارکو روبیو او اسحاق ډار په تېرو درېیو ورځو کې د دویم ځل لپاره خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو پر سوداګریزو تعرفو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
دا خبرپاڼه چې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) خپره شوې، دغه راز پکې راغلي چې دواړو لوریو د سیمې او نړۍ پر بېړنیو او د ګډې علاقې لرونکو مسایلو په اړه هم سلا مشورې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسحاق ډار تېره اوونۍ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې له مارکو روبیو سره خپله لومړۍ حضوري لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل امریکايي سیال ته وویل چې پاکستان له واشنګټن سره د یوه «پراخ او دوامداره» اړیکې غوښتونکی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه خبرې اترې ډېری د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او د بېلابېلو برخو لکه سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ټکنالوژۍ او د معدني منابعو په اړه متمرکزې وې.
داسې ویل کېږي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او په سیمه کې د سولې د هڅو په اړه هم خبرې کړي.
که څه هم له کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او سړې وې، خو په دې وروستیو کې یاد هېوادونه هڅه کوي چې دغه اړیکې بېرته ښې کړي.
د یادولو ده، چې څه موده مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز مارشال عاصم منیر کوربهتوب وکړ.
تر هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هر کلی هم په واشنګټن کې د مارکو روبیو له خوا وشو.
له دې سره، تېره اوونۍ بیا یوه لوړپوړي امریکایي پوځي چارواکي پاکستان ته سفر کړی و، چې ددې سفر په لړ کې د پاکستان ولسمشر دغه امریکایي قوماندان ته د دې هېواد عالي نظامي مډال ورکړ.