کراچۍ کې له پاکستاني پولیسو سره په نښته کې یو ځانمرګی بریدګر وژل شوی دی

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي‌ټي‌ډي) خبر ورکړی، چې په کراچۍ کې له پاکستاني پولیسو سره په نښته کې د مطیع الله په نوم یو ځانمرګی بریدګر وژل شوی دی. د راپورونو له مخې؛ د دغه کس اصلي نوم ابو ناصر و.

د دغې ادارې یو لوړپوړی افسر راجا عمر خطاب وايي، وژل شوي کس د کراچۍ او سند په نورو سیمو کې هم په هدفي وژنو، بمي بریدونو او د امنيتي ادارو ضد فعالیتونو کې لاس لاره.

له بل پلوه تېره شپه د منګوپیر په سیمه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي‌ټي‌ډي) او وسله‌والو تر منځ په ډزو کې درې وسله‌وال وژل شوي وو. د وژل شويو کسانو په ډله کې یو زعفران او بل شریف الله نومېږي، چې د پاکستان حکومت د زعفران په سر انعام هم اېښی و.

نور خبرونه

رادیو