د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ځي، چې د دغه هېواد له مشرانو څخه د هند سره د وروستۍ شخړې پرمهال د پاکستان له دریځ څخه د ملاتړ لپاره مننه وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه سفر پرمهال به د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، فدرالي وزیران او نور لوړپوړي چارواکي هم د ښاغلي شریف ملتیا وکړي.
په راپور کې راغلي، چې د دغه سفر پرمهال به د دوه اړخیزو، سیمهییزو او نړۍوالو مسلو په اړه د ګډو ګټو او اندېښنو په تړاو بحث او خبرې وشي.