په ایران کې شاوخوا ۴ امریکايي وګړي نیول شوي دي

۱ ساعت مخکې

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بشري حقونو د ډلو له قوله راپور ورکړی، چې لږ تر لږه څلور دوه‌تابعیته (ایراني - امریکايي) وګړي په ایران کې نیول شوي دي، چې له دې ډلې دوه کسان د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته او دوه نور په ۲۰۲۴ میلادي کال کې نیول شوي دي.

نیویارک ټایمز د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د ځینو سرچینو په حواله چې د نیول شویو کسانو له کورنیو او ملګرو سره په تماس کې دي، راپور ورکړی چې لږ تر لږه دوه نارینه او دوه ښځینه امریکایان په ایران کې نیول شوي دي.
د یادو سرچینو په وینا، له دې ډلې درې کسان په بند کې دي او یو بل کس د دې هېواد له پرېښودو څخه منع شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا څلور کسان په امریکا کې اوسېدل او ایران ته د خپلو کورنیو د لیدو ته تللي و.

نور خبرونه

رادیو