د غزې په سوېلي ښار خان‌یونس کې د هلال احمر په یوه مرکز برید شوی

۴۴ دقيقې مخکې

فلسطیني رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې په سوېلي ښار خان‌یونس کې د هلال احمر یو روغتیايي مرکز د برید هدف ګرځېدلی دی. د راپورونو له مخې، برید د یاد مرکز په ودانۍ او شاوخوا سیمه کې شوی، چې له امله یې مرګ‌ژوبله هم رامنځته شوې ده.

تر اوسه پورې د تلفاتو دقیق شمېر نه‌دی اعلان شوی، خو ژغورندویې ډلې د پېښې سیمې ته رسېدلي او د ژوبل شویو کسانو د انتقال او مرستې چارې روانې دي.
اړوندو چارواکو ویلي، چې د تلفاتو کره شمېره به تر بشپړ ارزونې وروسته اعلان شي.

له دې سره، العربیه بیا د غزې د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل له خوا د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د بریدونو په پایله کې ۶۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو