په بامیان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه نن ماخوستن شاوخوا ۷نیمې بجې د مرکز اړوند د شهیدان او شېبرتو د لارې په اوږدو کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
مسوولین زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې یو یې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ سرتېری دی او بل یې ولسي وګړی او په وینا یې ټپي شوی کس هم د یادې قومندانۍ سرتېری دی.
د سرچینې په وینا، د دغې پېښې د رامنځته کېدو د لامل د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.