د اوکراین د فساد ضد ادارو اعلان کړی، چې د نظامي بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او د سیګنال ګډوډوونکو وسایلو د پېر په برخه کې یې د مالي فساد یوه پراخه شبکه کشف کړې ده. دا کشف یوازې دوه ورځې وروسته له هغه ترسره شو، چې د پراخو ولسي اعتراضونو په پایله کې دغه ادارې بېرته خپلواکې شوې.
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) راپور ورکړی، چې «د ملي فساد ضد دفتر» او «د فساد ضد ځانګړې څارنوالۍ» په یوه ګډ بیان کې اعلان کړی، چې څو تنه دولتي او پوځي چارواکي د اوکراین د نظامي تجهیزاتو د برابرولو په تړاو د بډو اخیستو په تور نیول شوي دي.
د دغو دواړو ادارو په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه څلور کسان په دې تړاو نیول شوي دي، چې پکې یو اوسنی د پارلمان غړی، دوه سیمهییز چارواکي او یو شمېر د ملي ګارډ سرتېري شامل دي. د دغو کسانو هویت په بیانیه کې نهدی افشا شوی.
د هغو چارواکو نیول چې د بېپیلوټه الوتکو په برابرولو کې په فساد تورن دي، په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د اوکراین پوځ د روسیې د یرغل پر ضد مبارزې لپاره په بېسارې ډول پر ډرونونو او د سیګنال ګډوډوونکو سیستمونو تکیه لري. په دې برخه کې فساد کولای شي پراخ امنیتي او عملیاتي زیانونه واړوي.