په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه غرني لرګي په تېره اوونۍ کې د شېرزاد، خوږیاڼو، پچیراګام، هسکې مېنې، چپرهار، اچین، نازیانو، سپین غر، غنيخېل، درهء نور ولسوالیو او د جلال اباد ښار د شپږمې، اتمې او نهمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه شوي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه غرني لرګي په بېلابېلو موټرو کې لېږدول کېدل او په ترڅ کې یې ۸ ډاډسن، ۱ مازدا، ۵ سوزوکي او یو سراچه موټر هم نیول شوي دي.
مسوولینو په دې اړه چې د دغو توکو د قاچاق په تړاو څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه دي ویلي.