د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم پاکستان له افغان کډوالو سره د «انساني چلند» دعوه کوي؛ خو شواهدو او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونو څرګنده کړې، چې دغه ادعا ناسمه ده.
راپور کې زیاته شوې، یاد هېواد پر افغان کډوالو سخت فشارونه راوستي دي.
یاد اژانس د یوه د ۴۲ کلن افغان شېرخان له قوله لیکلي، چې پاکستاني پولیسو ورته ۴۵دقیقې وخت ورکړ؛ څو خپله کډه بار کړي.
هغه زیاته کړې، چې په دغومره کمه موده کې د کډې بارول او د سامانونو تنظیم ورته خورا ستونزمن کار و؛ خو پاکستاني پولیس یې سر ته ولاړ وو.
شېرخان په ژړغوني غږ تورخم کې وویل: «یوه شېبه کې ټول هغه څه چې مو جوړ کړي وو، له موږ یې واخیستل. زموږ ټوله شتمني هلته پاتې شوه».
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پراخ عملیات د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له میاشتې پیل شوي او تر دې دمه نږدې یو مېلیون افغانان په دغه بهیر کې اېستل شوي دي.
اسلام اباد ویلي، چې د مېلیونونه نورو افغان کډوالو د اېستلو تابیاوې یې هم پیل کړې دي.
پاکستان همدا راز د جون میاشتې تر پایه پورې د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو یا د (پي او ار) کارت لرونکو ته وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.
همدا راز ګواښ شوی که تر یادې مودې ونه وځي؛ نو پولیس به یې تر دروازو ورشي او په زوره به یې خپل هېواد ته ستانه کړي.
طالبانو پر ډیورنډ کرښه تورخم ښارګوټي کې دغو ستنېدونکو افغان کډوالو ته پنډغالی جوړ کړی دی.
د دغه پنډغالي مسوول مولوي هاشم میوندوال وایي، چې دا مهال هره ورځ نږدې ۱۵۰ کورنۍ له پاکستانه راځي؛ حال دا چې دوه میاشتې وړاندې دغه شمېر تر ۱۲۰۰ کورنیو رسېده.
نوموړی خبرداری ورکوي، چې له لوی اختر وروسته د بېرته ستنېدو نوې څپه پیلېږي.
سره له دې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو سره د انساني چلند ادعا کوي، د بشري حقونو نړۍوال سازمان (Human Rights Watch) د اپرېل په میاشت کې راپور ورکړ چې پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو یرغلونه کړي، هغوی یې وهلي، نیولي او د استوګنې اسناد یې ترې اخیستي.
همداراز، راپور وایي، چې له ځینو کډوالو نه د پاتې کېدو په بدل کې بډې هم اخیستل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پنځمې نېټې پورې له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰ زره زیات افغانان اېستل شوي دي.
د بشري حقونو ګڼ بنسټونه خبرداری ورکوي، چې پر کډوالو د زور زیاتي له لارې د ژر وتلو فشار مخ پر زیاتېدو دی.