له پاکستانه د افغانانو د ایستلو دوام؛ یوې کورنۍ ته د وتلو یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی

۱۷ ساعتونه مخکې

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو پر دوام، د دغه هېواد حکومت زرګونه افغان کورنیو ته ډېره لږه موده وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي. یوه افغان ته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی چې پاکستان پرېږدي.

پاکستانۍ «ډیلي صبح» ورځپاڼې په پاکستان کې د زېږېدلی ۴۲ کلن شېرخان په حواله زیاته کړې چې د دغه هېواد پولیسو د هغه پر کور له چاپې وروسته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړی چې خپل وسایل ټول کړي او دغه هېواد پرېږدي.

شېرخان، د هغه مېرمنې او نهه ماشومانو په دومره وخت ایله دومره وکړای شول چې ځیني اړین توکي او جامې راټولې کړي او د تورخم پر لور روان شي. دی اوس په تورخم کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي.

له پاکستان نه د افغانانو د جبري ایستلو پروګرام د دغه هېواد د حکومت د هغو سیاستونو یوه برخه بلل کېږي چې د بې‌اسنادو کډوالو پر وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پیل شوی دی. تر اوسه پورې نږدې یو مېلیون افغانان له پاکستان نه ایستل شوي دي. پاکستانی حکومت وايي چې په مېلیونونه نور پاتې افغان کډوال هم له دغه هېواده باسي.

د پاکستان د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له مخې، د افغان کډالو کارت (ACC) لرونکي باید تر مارچ میاشتې پای پورې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه ووځي او هغه کسان چې د ثبت سند (PoR) لرونکي دي، تر جون میاشتې پای پورې وخت ورکړل شوی دی، خو د نورو افغانانو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، که څه هم پاکستان له افغان کډوالو سره د «انساني چلند» دعوه کوي، خو شواهدو او د بشري حقونو د بنسټونو راپورونو ښودلې، چې دا ادعا بې‌بنسټه ده.

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.

نور خبرونه

رادیو