په پښتونخوا کې د تښتول شوي ماشوم ژغورنه؛ دوه افغانان له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول

پرون

پاکستاني پولیسو د خېبرپښتونخوا په مانسهره کې د یوه دونیم کلن ماشوم د تښتونې په تور د دوو انسان‌تښتوونکو د وژل‌کېدو خبر ورکړی دی. پاکستاني پولیسو ادعا کړې چې دا دوه کسان افغانان وو.

رسنۍ وايي، چې د کوهستان کالونۍ سیمې یوې اوسیدونکې ښځې د روانې میاشتې د جون په پنځمه د بالاکوټ پولیسو حوزې ته مراجعه کړې او د خپل کوچني زوی او ورېندارې د نادرکۍ راپور یې ورکړی دی.

هغې پولیسو ته ویلي، چې ورېندار یې ماشوم د رواني درملنې لپاره له ځان سره وړی و او هېڅکله بېرته کور ته نه‌ده تللې.

د راپورونو له مخې، د ماشوم پلار چې په دوبۍ کې ژوند کوي، د ناڅرګندو کسانو له‌خوا ګواښونکې ټلیفوني اړیکه ترلاسه کوي او د ۳۰ میلیون پاکستانیو روپیو د تاوان غوښتنه ترې کېږي.

د ټلفوني اړیکو په دوام، پولیسو د بالاکوټ ولسوالۍ په «ډومګلا» سیمه کې د شکمنو کسانو استوګن‌ځای پیدا کړی دی. د عملیاتو په بهیر کې انسان‌تښتوونکو پر پولیسو ډزې کړي، چې هغوی په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

پولیسو ادعا کړې ده، چې وژل شوي کسان افغانان وو او د دې پیښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو