باجوړ کې نښته؛ پاکستانی پوځ او طالبان یو بل ته د درنې مرګ‌ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي

۱۱ ساعتونه مخکې

په باجوړ کې د پاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ په نښتو کې دواړې خواوې یوه او بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي. پوځ وایي چې ۱۷ وسله‌وال یې وژلي، خو طالبان ادعا کوي چې اووه پوځیان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپيان کړي دي.

سرچینو د سې شنبې په ورځ، د زمري پر اوومه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستاني پوځ د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په لږ تر لږه ۱۶ سیمو کې پوځي عملیات پيل کړي دي.

باجوړ دمګړۍ د پاکستان امنیتي ځواکونو او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ ټي ‌پي) ترمنځ د جګړې شاهد دی.

د راپورونو له مخې، دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې پوځ په سیمه کې درې ورځنی ګرځبندیز ولګاوه او عملیات یې پېل کړل.

د پاکستان امنیتي سرچینو د افغانستان انټرنشنل محلي همکارانو ته ویلي، چې تر دې دمه د ټي ټي پي ۱۷ وسله ‌وال وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. دې سرچینو ادعا کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ډېری افغانان دي.

خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ‌ټي ‌پي) په یوه اعلامیه کې چې له رسنیو سره یې شریکه کړې، وایي چې د دوی د مقاومت له امله د پاکستان پوځ ته درنده مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د دې ډلې ویاند محمد خراساني ادعا کړې چې «په دې نښتو کې مو د پوځ بریدونه په شا تمبولي، او تر اوسه مو اووه پوځيان وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان کړي دي.»

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د جګړې له امله تر سخت فشار لاندې دي.

په یوه ویډيو کې د باجوړ یو تن اوسېدونکی، چې هویت یې نه ‌دی څرګند، وایي: «تود جنګ دی، پوځیان د خلکو کورونو ته ننوتي، سخت ظلم روان دی».

په بله ویډیو کې ښکاري چې یو سپین ږیری ټپي شوی او خلک یې د جګړې له صحنې د اېستلو هڅه کوي.

د لوی ماموند، واړه ماموند، ترخو، لغړۍ، بندانو او ګڼو نورو سیمو اوسېدونکو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو ونه وځي او د جولای تر ۳۱مې به ګرځبندیز وي.

د پاکستان امنیتي سرچینې وایي چې عملیات به تر ټاکلي وخت پورې دوام وکړي، او پوځ هڅه کوي د وسله‌ والو تر نفوذ لاندې سیمې تصفیه کړي.

باجوړ، چې د خېبر پښتونخوا له قبایلي سیمو څخه یوه مهمه ولسوالۍ ده، له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستاني ځواکونو او ټي ټي پي ترمنځ د تاوتریخوالي او وسله والو نښتو مرکز پاتې شوی دی.

نور خبرونه

رادیو