د اړیکو د ښه‌والي سربېره، لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې ستونزې نه دي حل شوي

۲۰ ساعتونه مخکې

په داسې حال چې طالبانو او اسلام‌اباد پرېکړه کړې چې خپلې ډېپلوماتیکې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړې کړي، خو ډان ورځپاڼې په یوه مقاله کې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جدي ننګونې لا هم نه دي حل شوي.

د دغې پاکستانۍ ورځپاڼې د مقالې د لیکوال په اند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترټولو لوی خنډ په افغانستان کې د طالب ادارې په ملاتړ د ټي‌ټي‌پي حضور دی.

لیکوال زیاته کړې، چې ټي‌ټي‌پي له افغانستانه د پاکستان پر ضد د طالبانو تر ضمني ملاتړ لاندې فعالیت کوي او دا هغه څه دي چې اسلام‌اباد یې ډېر اندېښمن کړی دی.

د ډان ورځپاڼې په څېړنیزه مقاله کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌ټي وسله‌والې ډلې بریدونه ډېر شوي او د دغه هېواد سرحدي سیمو امنیت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د دې ګواښونو په غبرګون کې پاکستان څو ـ څو ځلې د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه کړي دي.

د لیکوال په خبره، دې هوایي بریدونو د طالبانو سخت غبرګون راوپارولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ترینګلتیاوې ډېرې کړې وې.

د مقالې په یوې برخه کې لیکل شوي، چې د طالبانو او هند ترمنځ پراخېدونکې اړیکې د دې لامل ګرځېدلې، چې دا ډله د پاکستان پام ځان ته واړوي.

د کابل او نوي ډیلي د چارواکو ترمنځ رسمي لیدنې او د طالبانو له‌خوا په هندي کشمیر کې ترهګریز برید، په پاکستان کې د یادې ډلې د هند پلوي دریځ په توګه تعبیر شوی دی.

دې سره جوخت، له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله‌ییزې اېستلو سیاست هم د طالبانو او اسلام‌اباد دوه‌اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي دي، چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۸۴۵ زره افغانان له پاکستانه اېستل شوي دي.

د افغان کډوالو په منځ کې ډېر شمېر داسې کسان هم شته چې له کلونو او ان لسیزو راهیسې یې په دغه هېواد کې ژوند کړی دی.

دا لړۍ لا هم روانه ده او د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی، چې روان کال به هم مېلیونونه نور افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.

همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لارو پرله‌پسې تړل کېدو سوداګریز فعالیتونه ګډوډ کړي او د سوداګرو او عامو خلکو ترمنځ یې سخته نارضایتي رامنځته کړې ده.

د ډان ورځپاڼې په مقاله کې ویل شوي، چې دې وضعیت د افغان وګړو په منځ کې د پاکستان پر وړاندې د منفي احساساتو لمن پراخه کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د څېړنېزې مقاله لیکوال زیاته کړې، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو ښه‌والی یو مهم ګام دی، خو د دې ژورو ننګونو له حل پرته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې باور او ثبات رامنځته کېدل به ستونزمن وي.

نور خبرونه

رادیو